خر او خرې سره ژمنه وکړه چې نور به بچي نه زېږوي، ځکه دوه راوړي يې هم د دوی په شان بدبخته دي او که نور هم وزېږوي، نو همدا حال به يې وي... درانه بارونه به وړي، خوراک به سم نه ورکول کېږي او د شاباسي پر ځای به د خپل بادار ګوزارونه خوري... د خرې خو هغه ورځې بېخي له ياده نه وتې، چې دوهم بچی يې په خېټه و او بادار به يې پرې د دروند پنډ له پاسه خپله هم کيناسته... له دې ژمنې وروسته د خر او خرې ژوند نور هم تريخ شو، هره ورځ به يې د دې له خاطره لغتې خوړلې چې ولې سره نه يو ځای کېږي؟ بادار يې هم قسم خوړلی و چې تر څو خره بچي ونه زېږوي، نو تر هغې به يې ارام نه پرېږدي. وړوکي او غټ کوټي به د مور او پلار په دې حال هنګارې وهلې او خپل را روان هم ورته د مور او پلار د ژوند په شان بدبخت ښکارېده...... نن بادار بيا د تېر په څېر خر او خرې ته لغتې بندې کړې... اخېر ستړی شو او په غوسه له کوره ووت... د جومات مخې ته د کلي نايي ميرام شاه سره مخ شو، هغه له ستړو مشو سره ترې وپوښتل: ګل محمده څنګه په غوسه يې؟ خير خو به وي؟ ګل محمد په تندي لاس کش کړ: په غم اوښتی یم، خر او خره مې سره نه يو ځای کېږي، لېونی يې کړم! ميرام شاه وخندل، بيا يې د ګل محمد لاس په لاس کې ونيوه: خر دې کمزوری شوی؟ کار به ترې نه شي! ګل محمد سر وخوځوه: نه، نه، دغه دوه نور يې څنګه پرې راوړي دي؟ ميرام شاه ورته وويل: زما ومنه، خره دې د بيلوړۍ راغه ته يوسه، هلته سيدو کوچي اړولې ده، يو قوي خر هم لري... _ _ _ ګل محمد غوجلې ته ننوت، د خرې خواته ورغی، په اخور کې د ټک وهل شوي موږي نه د خرې د پړي په خلاصولو لګيا شو، خر او کوټي دې شېبې حيران کړي ول. خر د ګل محمد د غوړیدلي مخ په ليدو خرې ته وويل: د بادار ارادې راته ښې نه ښکاري، په ځان پام کوه او ژمنه هېره نکړې... ګل محمد مخکې او خره ورپسې شوه، خرې سوچ وهلو: چېرته يې روانه کړې يم، ولې يواځې...؟؟؟ لکه چې خرڅوي مې... له ډېر مزل وروسته د خوړ په غاړه راغه ته ورسېدل، چې لوی او واړه بوټې پرې تازه زرغون شوي وو. ګل محمد د تور توت ونې لاندې کېناست... څو شېبې وروسته پاڅيد، د خرې پړی يې ټک وهه او دواړه، غره ته په ختلو شول... ګل محمد د هر قدم سره ستم کوه او خره په سوچونو کې غرقه روانه وه... د غره سر ته وختل، د کوچيانو خيمې ښکاره شوې، ګل محمد نېږدې ورغی او په لوړ اواز يې وويل: سيدو، وه سيدو... څو شېبې نه وې تېرې چې يو دنګ سړی له خيمې راووت، د ګل محمد سره د جوړ پخېر نه وروسته په پسپسک شول، خرې په دوی کې سترګې ګنډلې وې... سيدو د خپلې رمې خواته لاړ، څو شېبې وروسته د خرې پام شو چې کوچی سيدو له يو غټ خر سره د دوی طرف ته را روان دی، خره لړزې ونيوله او د غاښونو په چيچلو شوه. ګل محمد د خرې پړی کلک موټې کې نيولی و... خرې د سيدو خر ته په سلګو سلګو د خپلو بدبختيو کيسه شروع کړه او دا يې هم ورته وويل چې ما او مېړه مو ژمنه کړې چې بچي به نه راوړو، خو د سيدو خر چوپ و... سيدو په ګل محمد غږ وکړ چې خره کلکه کړي او بيا يې خپل خر د خرې طرف ته ډيکه کړ او هررررر يې وکړ... خرې بغارې او زارۍ شروع کړې، خو د سيدو خر د شهوت په نشه کې په خرې هېڅ رحم ونکړ... ګل محمد او خره په راغلې لار روان شول، خره له ځان سره په چغو وه: دا څه بدبخته غر دی، دا څه ظالمان دي، دا څه وشو، ما خو له خپل خر سره ژمنه کړې وه، زه به اوس له هغه سره په کومو سترګو مخ کېږم؟ ما خو قسم خوړلی و... نه...نه... نه غواړم د تېر په څېر مې بيا بچی په خيټه وي او د دنيا بارونه هم راباندې بار وي.... ناڅاپه خرې ټوپ کړ، د ګل محمد له لاسه پړی خوشې شو، خرې منډه کړه، بادار هم پسې په منډو شو... ګل محمد خرې ته نېږدې شو، د هغې د غاړې په پړي يې پښه کېښوده، خره زندۍ شوه او سترګې يې راووتې، خو په ټول زور يې بيا ټوپ کړ او ګل محمد پړ مخې په ځمکه وغورځېد... خرې همداسې منډې وهلې... اخیر د غره غاړې ته ورسېده، ودرېده، لاندې يې وکتل، سپور خوړ کې لوی لوی تېږې ګډې وډې پرتې وې او يو نيم ځای کې نرمې اوبه روانې وې... د خرې سترګو تور وخوړ... د ګل محمد چغې شوې، خرې شاته وکتل، پام يې شو چې بادار يې لکه د لېوني را په منډو دی او لنګوټه يې غاړه کې ول ول پرته ده... خرې د غره لاندې ژورو ته يو ځل بيا وکتل، د خپل خر سره کړې ژمنه يې راياده شوه، بيا يې خپلې خېټې ته وکتل: ته بايد د بې رحمه انسانانو د ظلم او ورسره سخت ژوند سره مخ نه شې، زه غواړم تا سره، د دوی د ظلمونو خلاصه شم، نو ما وبښه... ګل محمد رارسېدلی و، تر څو يې چې د خرې د غاړې پړي ته لاس کوه، خرې خوړ ته ټوپ کړی و له پوهنتونه راووت، د چپسو کراچۍ ته ودرېده... چپس يې واخيستل... په اخبار پرتو چپسو نه يې يو يو خولې ته کاوه، ما د دې په پلونو پښې کېښودې... چپس يې خلاص کړل، اخبار يې له ځانه پورې واهه، د پيدرو په منځ کې د يخ وهلي ګلاب په خوا کې ولويد، زه ودرېدم، ورته ځير شوم، په اخبار په غټو تورو ليکل شوي ول: د اسلام په مبارک دين کې د چاپيريال ساتنې ارزښت